ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو لاهم بحث روان دی

د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان ویاند سټیفن دوچاریک ویلي، چي د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بل ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع لا هم تر کار لاندې ده.
هغه په دې اړه ډېر نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي دي چي ژر به یې په اړه معلومات شریک سي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه وروستي پرېکړه لیک له مخي په پام کي ده چي دا استازی وټاکل سي او له اسلامي امارت سره د نړیوالي ټولني د تعامل بهیر مخته یوسي.
اسلامي امارت ټینګار لري، چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستندوی دفتر یا یوناما په موجودیت کي د بل استازي ګمارلو اړتیا نسته.
د اسلامي امارت چارواکو خبرداری ورکړی، چي که داسي کوم استازی وګمارل سي دوی به ورسره همکاري ونه کړي.