ملګري ملتونه: د ايران څخه هره ورځ په اوسط ډول ۴۳۰۰ افغان کډوال افغانستان ته راځي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د رواني مياشتي د يوولسمي نېټې څخه بيا تر ۱۷ مي نېټې پوري هره ورځ د ايران څخه په اوسط ډول ۴۳۰۰ افغان کډوال افغانستان ته راغلي.
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چي د روان کال له پیله تر اوسه له ایرانه تر دوو میلیونو ډېر کډوال بېرته راستانه سوي دي، او د ایران او پاکستان له دواړو څخه د ستنېدونکو ټول شمېر د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کي تر ۲.۷ میلیونو کسانو څخه زيات سوی دئ.