ط.. البانو د وږي د مياشتي پر ۱۶ مه نېټه په کابل کي د ملګروملتونو دفترونو ته د دغه سازمان د ښځينه کارکوونکو پر تګ بنديز ولګوی.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر(یوناما) د ط..البانو دغه کړنه غندلې او د ط..البانو څخه ئې غوښتي چي ښځينه کارکوونکو ته دي دغه سازمان ته د تګ له پاره اجازه ورکړي.
یوناما ویلي، د ياد سازمان پر ښځينه کارکوونکو دغه بنديز یوازي په کابل پوري نه دئ محدود؛ بلکي د ياد سازمان نورو دفترونو ته لکه په هرات او مزارشریف کي هم غځېدلي دي. د یوناما په حواله د ط..البانو امنیتي ځواکونه په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د دفترونو مخ ته ځای پر ځای سوي؛ څو ښځو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي.
يوناما ويلي، دط..البانو دغه بنديزونو په افغانستان د وروستيو زلزلې ځپلو او د ګاونډيو هيوادونو څخه راغلو مېرمنو پر ژوند هم منفي اغېز کړی، ځکه ط..البان د ياد سازمان ښځينه همکارو ته د کار اجازه نه ورکوي، چي د افغان مېرمنو مرسته او لاس نيوی وکړي.
يوناما له ط..البانو غوښتي چي دغه بنديز ژر تر ژره ايسته کړي.