ملګري ملتونه وايي، د بودیجې د کموالي له کبله نور ۱۱ میلیونه اړمنو افغانانو ته مرستي نه سي برابرولای

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یو راپور کي ویلي چي په افغانستان کي د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د سخت کمي له امله دغه پروګرام د ۱۲ میلیون اړمنو افغانانو له ډلي یوازي یو میلیون کسانو ته مرسته برابرولای سي.

د خوړو نړیوال پروګرام د ایکس په ټولنیزه شبکه کي په یو راپور کي ویلي چي د دغو ۱۱ میلیون کسانو سربیره له دې وروسته په افغانستان کي ۱.۴ میلیون میندي او کوچنیان د دغه پروګرام له خوا د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم نه سي ترلاسه کولای.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کي د اقلیم د بدلون اغیزو له امله د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې د میاشتو اورښت وروسته د سیلابونو او د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کي د هرات په ولایت کي د زلزلو له امله مصیبت ځپلو او هم له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر یادونه کړې ده.

دغه پروګرام وایي، چي زیات شمیر کډوال تش لاس داسي هیواد ته چي په اړه یې ډیر کم پوهیږي او خپلو کوچنیانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ډیر کم فرصتونه لري، ستانه سوي دي.

ډبلیو ایف پي ویلي چي د روان کال په اوږدو کي یې نږدې څلورو میلیونه اړمنو افغانانو ته چي نږدې نیمايي یې ښځي دي نغدي مرستي برابرې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *