د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا “یواینایچسيآر” وایي، نږدې اتلس میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو د افغانستان روغتیايي وضعیت نازک بللی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یو راپور چي پرون یکشنبه يې خپور کړی، ویلي چي روان کال ۱۷ اعشاریه ۹ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کي راغلي چي په افغانستان کي د شري او د کوچنیانو د خوارځواکۍ په ګډون د میندو او کوچنیانو د درملني وړ ناروغیو، شدیدو اسهالاتو، ډینګي، کانګو او ملاریا ناروغیو لوړه کچه د هیواد روغتیايي سکتور ننګوي.
“یواینایچسيآر” ویلي، د روغتیايي پاملرني په برخه کي د پوره سرچینو نه موجودیت افغانان له نازک روغتیايي وضعیت سره مخ کړي دي.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کي ویلي چي ۱۳،۲ میلیونه افغانان د ۳۴ ولایتونو په داسي سیمو کي اوسېږي چي آن په یو ساعت واټن لاره کي هم لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.