د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کي د بشري بحران زیاتیدو ته په کتني اټکل کړی چي په هیواد کي به په روان ۲۰۲۵ کال کي په ځوارځواکۍ د اخته کوچنیانو شمیر ۳.۵ میلیونو کسانو ته لوړ سي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې د ایکس په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي په تیرو پنځه کلنو کي په افغانستان کي په خوارځواکۍ د اخته سویو کوچنیانو شمیر درې میلیونه وو، خو دا شمیر به په ۲۰۲۵ کال کي درې نیم میلیونو ته لوړ سي.
اوچا په افغاسنتان کي په خوارځواکۍ د اخته سویو کوچنیانو د درملني لپاره د نړیوالي ټولني د بشر دوستانه مرستو د دوام غوښتنه کړې او د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه یې غوښتي چي باید په دغه ناورغۍ اخته سوي میندي او کوچنیان له یاد څخه ونه باسي.
د اقتصاد وزارت ویلي، چي د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د بندیدو د پریکړي وروسته په افغانستان کي شاوخوا ۵۰ غیر دولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.