ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي له هرو پنځه کسانو یو یې د سختو روحي ستونزو څخه کړیږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په افغانستان کي د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترمنځ د روحي فشارونو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چي اوس مهال په دغه هیواد کي له هرو پنځه تنو یو یې د روحي ناروغۍ څخه کړیږي.

د ملګرو ملتونو دغه کمیشنرۍ ویلي چي د اقتصادي ستونزو سربیره پرخلکو لګیدلي محدودیتونو د ښځو او نجونو ترمنځ د روحي ستونزو د زیاتیدو سره مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، په ۲۰۲۴ کال کي د بشردوستانه اړتیاو د ځواب ویلود پروګرام پراساس روحي ستونزو د نیمايي څخه پر زیاتو افغانانو اغیز کړی چي له هرو پنځه کسانو یو یې د سختو روحي ستونزو څخه کړیږي.

ددغه راپور پراساس د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه روحي ستونزي د ۴۰ فیصدو څخه تر ۵۰ فیصدو پوري زیاتي سوي چي د ملګرو ملتونو د وینا پر اساس د زیاتیدو احتمال یې لا نور هم سته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *