د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي چي په افغانستان کي په هرو دوو ساعتونو کي یوه مور په امیدوارۍ او زېږون کي د داسي ناروغیو له کبله مري، چي علاج یې سته او مخ یې نیول کېدای سي.
د اسیا او پاسفیک حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، په هرو دوو ساعتونو کي یوه مورد امیدوارۍ او زیږون پر مهال د علاج وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان کي د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم کمزوري تشکیلات او مثلي تولیدي روغتیايي خدمتونو ته د میندو محدود لاس رسی په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کي د میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي چي په افغانستان کي د بیړني غبرګون د پروګرام له لاري هره میاشت یو میلیون وګړو ته خدمتونه برابروي.
دمخه ملګرو ملتونو ویلي وه چي افغانستان په نړۍ کي د میندو او ماشومانو د مړیني کچه په اسیا کي تر ټولو لوړه کچه ده، چي د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندي په دغه هیواد کي مري.