ملګري ملتونه وايي، په تېرو دوو لسيزو کي د نړۍ په کچه تر ۱۷۰۰ ډېر خبريالان وژل سوي

ملګروملتونو د خبریالانو په وړاندي د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي، په ټوله نړۍ کي له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۴ کاله پوري له یو زرو اووه سوه ډېر خبریالان وژل سوي دي.
دې سازمان نن د یو بیان په خپرولو سره زیاته کړې، د شاوخوا ۸۵سلنه خبریالانو د وژني قضیې محکمو ته نه راجع کېږي.
په بیان کي د دې سازمان د سرمنشي انتونيو ګوتېریش په حواله راغلي، په وروستیو څو لسیزو کي د هري جګړې په پرتله د غزې په جګړه کي ډېر خبریالان وژل سوي دي.
هغه له حکومتونو غوښتي چي د خبریالانو د خویندیتوب او د خبریالانو پر وړاندي د جنایاتونو څېړني دي وکړي او عاملانونو ته دي فوري سزاوي ورکړي.
نن د نوامبر دویمه د خبریالانو په وړاندي د جرمونو معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د خبریالانونو مرکز هم د همدې ورځ په مناسبت ویلي وه، په تېرو دوو لسیزو کي په افغانستان کي ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارمندان چي له ډلي يې شل تنه ښځینه وې، وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *