ملګري ملتونه وايي، په میانمار کي «جنګي جناياتو» په پام وړ کچه زیاتوالی موندلی دی

دغه سازمان په دغه هيواد کي شکنجې، تېري او خپلسري توقیفونه د جنګي جرمونو د بېلګو په توګه یاد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خپلواکو پلټنو د جوړښت مشر نیکولاس کومجیان ویلي دوی د پام وړ شواهد راټول کړي دي چي ښيي په میانمار کې وحشت او بې رحمي په پراخه کچه شتون لري.
راپور وايي، د میانمار پوځي حکومت د مخالفینو د ځپلو لپاره په زیاتېدونکي ډول جنګي جرمونه لکه شکنجه او جنسي تاوتريخوالي لاس پوري کوي.
تر دې مخکي ګارډین ورځپاڼي راپور ورکړی و چي د توغنديزو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کي چي ملکلي وګړي يې په نښه کړي د کوچنیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ روهینګیايي لږه کي وژل سوي او ۳۰۰ نور ټپیان سوي دي.