ملګري ملتونه وايي په افغانستان کي د کورني تاوتریخوالي زیاتوالي د ښځو رواني روغتیا خرابه کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی چي په ټوله نړۍ کي له ۶۰ میلیونو څخه زیاتي ښځي او نجوني چې له مجبورۍ بې ځایه سوي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له جدي خطر سره مخامخ دي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چي د محدودیتونو زیاتوالي او کورني تاوتریخوالی د افغان میرمنو رواني روغتیا خرابه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په یوې خبرپاڼه کي د هغو ښځو او نجونو پر وړاندي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي چي د جګړې په سیمو کي دي او یا له خپلو کورونو تېښتي ته اړي سوي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چي د کافي مرستو پرته، په میلیونونو بې ځایه سوي میرمني او نجوني ممکن حیاتي خدماتو ته لاسرسی ونلري.