ملګري ملتونه وایي، د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کي اړتیاوي ډیري زیاتي دي چي باید رسېدنه ورته وسي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا (یواین‌ایچ‌سي‌آر) وایي، د افغانستان د شمالي ولایت بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کي اړتیاوي ډېري زیاتي دي او د خپلو شریکانو په مټ زیانمن سویو ته بېړنۍ مرستي رسوي.
دغه ادارې پر اېکس لیکلي د افغانستان په شمال کي د سېلابونو له امله تر۱۵۰ زیات کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپیان سوي او نژدې اوه زره کورونه ویجاړ سوي دي.
بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرستي کرن ډېکر په بغلان ولایت او نورو سیمو کي د سختو بارانونو او سیلابونو له امله پر مرګ ژوبلي خواشیني ښوولې.
هغې ویلي، متحده ایالات د خپلو همکارانو له لاري د بیړنیو مرستو، خواړو او طبي توکو په راټولولو کي له نورو سره یو ځای کیږي ترڅو اغیزمنو ته مرستي ورسوي.