ملګري ملتونه وایي، د بینېټ پر سفر بندیز به د افغانستان په اړه د ده د راپور ورکولو مخه ونه نیسي

ملګري ملتونه وایي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګري راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر سفر بندیز به د دې هيواد په اړه د نوموړي د راپور ورکولو مخه ونه نیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ویلي، چي د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له سرمنشي څخه جلا په خپلواکه توګه کار کوي.

هغه زیاته کړه چي په ځینو مواردو کي ښایي راپور ورکوونکي هغه هيواد ته لاسرسی ونه لري چي مسوولیت یې لري، مګر دا دوی له راپور ورکولو څخه نه منع کوي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ وویل چي ریچارډ بینېټ یې افغانستان ته ورتګ څخه منع کړی او دا پرېکړه یې ځکه کړې چي د ده په خبره هغه د افغانستان ضد تبلیغات کول او یوه کوچنۍ موضوع یې غټوله.