ملګري ملتونه وایي، روژه داسي وخت راغله چي ډېر افغانان د خوړو لپاره څه نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (OCHA) وايي، روژه داسي وخت راغله چي په افغانستان کي ډیري کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري.
اوچا په خپل ایکس پاڼه کي لیکلي چي نږدې ۱۵ میلیونه خلک افغانستان کي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
دې ادارې زیاته کړې چي ۳.۱ میلیونه خلک د خوړو د نه خوندیتوب په څلورمه کچه کي دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چي له څه باندي یو میلیارد ډالره اړیني بودیجې څخه دوی یواځي نهه میلیونه او نهه لکه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
په افغانستان کي ځینو خلکو اندېښنه ښوولې چي د روژې په میاشت کي د خوراکي توکو بیې لوړي سوي.