ملګري ملتونه وایي، سږکال په افغانستان کي د تیرکال په پرتله د اپینو تولید کي ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کي د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کي ویلي چي په دغه هیواد کي په روان ۲۰۲۴ کال کي ۴۳۳ ټنه اپین تولید سوي، چي ورسره د تیر ۲۰۲۳ کال په پرتله د اپینو تولید کي هم ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په دغه راپور کي ویلي چي په افغانستان کي د دوېیم پرله پسې کال لپاره د اپینو تولید کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله ټیټه پاته سوې ده او د اپینو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ فیصده ټیټ پاته سوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر په افغانستان کي د کوکنارو د کښت په اړه په یو راپور کي چي د نومبر شپږمه خپور سوی ویلي وه چي په دغه هیواد کي په روان ۲۰۲۴ کال کي د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کي ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر ویلي چي سږکال په افغانستان کي پر ۱۲۸۰۰ هکتاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *