ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کي د الـ.قاعـ.دې، داعـ.ش او جماعت انصارالله د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، هغه اندېښنه چي د طـ.البانو حکومت رد کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلي په خپل ۳۵م راپور کي، چي تازه خپور سوی، ویلي چي طالبانو “منصوري کنډک” چي د القـ.اعدې او جماعت انصارالله له جنګیالیو جوړ سوی او د ځانـ.مرګـ.و بریدګرو ځانګړی کنډک دی، د بدخشان په ولایت کي ځای پر ځای کړی.
د راپور له مخي، طـ.البان د دې کنډک څخه د داعـ.ش او د نورو مقاومت کوونکو ډلو پر وړاندي استفاده کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا هم ویلي، چي د القـ.اعدې ټیټ پوړي غړي د طـ.البانو د استخباراتو تر نظارت لاندي د کابل په ځينو سیمو کي ژوند کوي.
بل خوا طـ.البان د ملګرو ملتونو د راپورونو ادعاوي رد کړي دي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دا راپور رد کړی او ویلي، یې دي چي هیڅ ترهګري ډلېي ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
هغه رسنیو ته ویلي چي ځیني هیوادونه او استخباراتي کړۍ د افغانستان پر ضد تبلیغات کوي.