ملګري ملتونه وایي، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.
دغه سازمان اتم د مارچ د ښځو نړیوالي ورځي په مناسبت یوه پېغام کي زیاته کړې چي، افغان ښځي د ګڼو ننګونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
په پېغام کي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي ویلي، دوی باید خپله خواخوږي په عمل بدله کړي.
دغه څرګندوني داسي مهال کېږي چي، د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کیږي خو افغان ښځي له سختو بندیزونو سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *