ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کي ۶۷ سلنه کورنۍ د څښلو اوبو ته د لاس رسي هڅې کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره «اوچا» د اوبو د نړیوالي اونۍ د رسیدو سره هممهاله په افغانستان کي مخ پر زیاتېدونکي ډول د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د اړتیا د زیاتېدو په اړه ویلي، چي د ۲۰۲۱ کال راهیسي په دغه هیواد کي اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته سوې ده.
اوچا پر خپله ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چي په کلیوالو سیمو کي کورنۍ په اوسط ډول نږدې شل دقیقې د اوبو په لټه کي مزل کوي.
هرکال په نړۍ کي د اګست د میاشتي وروستۍ اونۍ په نړیواله کچه د اوبو د اونۍ په توګه نمانځل کیږي.
افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کي شامل دی چي د اقلیم تر سختو اغیزو لاندي دی.
په هیواد کي اوږدې وچکالۍ په زرګونو کورنۍ د اوبو په لټه کي د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.
د دغه اوږدې وچکالۍ له امله اوبو ته د لاس رسي ستونزي پراخیدو ته په کتو د کلیو پراختیا وزارت ویلي، چي په یو شمیر ولایتونو کي یې د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره بندونه جوړ کړي او لاهم په ځینو ولایتونو کي د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره د بندونو جوړولو کار روان دی.