ملګري ملتونه وایي، په سېلاب ځپلو سیمو کي پرمختیايي پروژې عملي کوي

د ملګرو ملتونو ځيني استازي چي تازه بغلان ته تللي د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کي یې ډاډ ورکړی چي په سېلاب ځپلو سیمو کي به یې ماموریت د پخوا سره توپیر ولري.
دوی ویلي، دا ځل ملګري ملتونه غواړي د بشري مرستو سربیره په سېلاب ځپلو سیمو کي پرمختیايي پروژې هم عملي کړي.
ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو پلاوي ته ویلي، په بغلان کي وروستيو سېلابونو د استوګنیزو کورونو سربیره ۱۹ کلینیکونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، د اوبو لسګونه لوی او کوچني کانالونه او ۶۰ کیلومتره سړک هم خراب کړي.
په شمالي ولایتونو کي تر اوسه د سېلابونو له امله د اوښتي مالي زیانونو دقیق معلومات نسته خو ویل کیږي چي میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی.