ملګري ملتونه په افغانستان کي د اړمنو کورنیو سره د مرستي لپاره نوی پروګرام پیلوي

په افغانستان کي د اړمنو سره د مرستو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق د افغانانو سره د مرستو د یوه نوي پروګرام له تصویب څخه خبر ورکړی.
دا پروګرام وروسته له هغه تصویبیږي چي په هیواد کي بشري مرستو په ځانګړي توګه خوړو، سرپناه او د څښاک پاکو اوبو ته د اړمنو کسانو کچه مخ پرزیاتېدو ده.
دغه وجهي صندوق پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د زرګونه کورنیو بې‌ځایه سویو، بېرته راستنېدونکو او هغو کسانو ته چي د نشه‌يي توکو کارول یې بند کړي، د لومړنیو مرستو چمتو کولو لپاره د ملاتړ یو پروګرام تصویب سوی چي تراوسه پوري ۱۳ هیوادونو له دغه صندوق سره ۲۳۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د ملګروملتونو د وجهي صندوق بیانیه وایي، چي د میلیونونو افغانو سره د مرستو لپاره لا ډېري بودیجې ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا هم په افغانستان کي د بشري اړتیاوو د دوام او د بودیجې د کمېدو خبرداری ورکړی.