ملګري ملتونه: په افغانستان کي وروستیو زلزلو ښځي او ماشومان د‌ خطر سره مخ کړي

د کډوالو په چارو کي د‌ ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ويلي، چي په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله ښځو او ماشومانو ډېر زيان ليدلی.
د‌ ياد سازمان په خبره، چي د مرستندویه روغتيايي ټيمونو په منځ کي د ښځينه ډاکټرانو کمښت په زلزله ځپلو سيمو کي د‌‌ زيانمنو سوو مېرمنو ژوند د خطر سره مخ کړی دئ.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زياته کړې، چي په زلزله‌ځپلو سیمو کي میلیونونه وګړي پناه ځای، خوړو او بېړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.
د‌‌ ياد سازمان په وينا چي د نړۍوالو مرستو پرته د ډېرو زلزله ځپلو خلګو ژوند له ګواښ سره مخ دئ.
دغه سازمان د نړۍوالي ټولني غوښتي چي د زلزله ځپلو سره دي بېړنۍ بشري مرستي وکړي.