ملګري ملتونه : په غزې تړانګه کي بشري وضعیت د ناورین له حده تېر سوی دی

ملګروملتونو خبرداری ورکړی، چي په غزې تړانګه کي بشري وضعیت د ناورین له حده تېر سوی دی.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د غزې د مرکزي او جنوبي برخو له یو ميلیون زیاتو اوسېدونکو په تېره اګسټ میاشت کي د بشرپالني له مؤسسو د مرستو خواړه نه ‌دي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه له هغو ننګونو سره – سره چي دوی ورسره مخامخ دي، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه به له فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورني د مرستو د چمتو کولو لپاره له هرو ممکنه لارو هڅو ته دوام ورکړي.

په غزه کي د دوهمي پرله ‌پسې میاشتي لپاره به د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي خواړه نه وي، په ‌دې معنا چي د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کي به کورنۍ یوازي یو وخت خوراکي مواد ترلاسه کوی.