ملګرو ملتونو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د نجونو پر طبي زده کړو باندي بندیز به په دغه هیواد کي موجود بد بشري کړکیچ لا بد کړي.
ملګري ملتونه وايي چي افغانستان د بشري کړکیچ له پلوه په نړۍ کي تر سوډان وروسته دویم هیواد دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر، چي د بشري او اضطراري مرستو د چارو تنظیم کوونکی هم دی، د امنیت شورا درې میاشتنۍ غونډي ته وویل چي د نجونو پر طبي زده کړو باندي پېشنهاد سوی بندیز به ممکن د افغان ښځو او نجونو روغتیا پالني ته جدي او دوامداره زیان ورسوي.
نوموړي ویلي دي چي په افغانستان کي د نجونو په زده کړو باندي له بندیز وروسته دا وروستی سکتور و چي افغان ښځو پکښي لوړي زده کړي کولای سوای.
چارواکو لا تر اوسه دا پریکړه، په رسمي ډول نه ده تائید کړې