منظور پشتين وايي، پښتانه ترهګر نه بلکي د ترهګرۍ ښکار دي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي، چي پښتانه ترهګر نه بلکي د ترهګرۍ ښکار ولس دی او له يوې لويي غميزي تيريږي.

نوموړي د خيبر په باړه کي د پښتنو د بېلا بېلو ټبرونو د مشرانو او ځايي ولس غونډي ته په وينا کي وويل چي د پښتنو غميزه او پر هغوی سوي ظلمونه تر اوسه چا په مستند ډول راټول نه کړل.

پشتين دا خبري تر هغه وروسته د غونډي ګډونوالو ته وکړې، چي ټاکل سوې پي ټي اېم د روان ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر کي “د پښتنو قامي عدالت” په نامه يوه لويه جرګه جوړه کړي.

پشتین زیاته کړه چي د پښتنو په اړه یې د معلوماتو راټولولو لپاره په ټولو سیمو کي بېلابېلي ډلي جوړي کړي دي او د هغوی له خوا راټول سوي معلومات به د جرګې له ګډونوالو سره شریک سي.

د نوموړي په خبره، د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کي کيږي چي ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکښي ځايېږي او هلته به پر لوی سکرين باندي پر پښتنو سوي ظلمونه، ستونزي او د هغوی وسايل ورته وړاندي کوي.