منظور پښتين:د پاکستان په جرګه کي د ګډون وروسته د PTM غړي نادرکه سوي او ،ټليفونونه یې بند دي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چي د پاکستاني حکومت په غوښتنه مو جرګې ته د غورځنګ دوه مشران حنیف پښتین او نور الله ترین ولېږل تر څو د جرګې او پښتنو د رواج احترام وسي،خو د جرګې وروسته زموږ د غورځنګ غړي نادرکه سوي دي او تر اوسه یې هیڅ حال نسته.

منظور پښتین زیاته کړې چي جرګې ته د ننوتلو حال کي هم د PTM د غړو بې عزتي سوې او د جرګې په جریان کي هم هغوی ته خپل حقوق نه دي ورکړل سوي،او پر دې سربېره د جرګې وروسته زموږ د غورځنګ غړي نادرکه سوي دي او تلیفونونه یې تر اوسه بند دي.

هغه ویلي چي دا د اتیازرو پښتو شهید.انو د ویني بې عزتي ده، او پاکستانی حکومت له دومره ظلمونو وروسته اوس هم په بې شرمي سره زموږ غړو ته سپکاوی کوي.
د یادوني وړ ده چي یاده جرګه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په غوښتنه جوړه سوې وه،چي د مختلفو تنظیمونو د ګډون سره د PTM غړو هم پکښي ګډون کړی وو