د پاریس ښار د استالینګراد په سیمه کښي، د مترو تر پله لاندي یو شمېر افغان کډوال، چي له کلونو راهیسې په فرانسه کښي اوسېږي او قانوني اسناد هم لري، د سرپناه د نشتوالي له امله خیمو کښي شپې ورځي د سړک پر غاړه تېروي. دغه کډوال، چي د فرانسې دولت ورته د اوسېدو له پاره مناسب ځای نه دئ ورکړی، په دې تمه تر خیمو لاندي ژوند کوي، چي پولیس راسي او دوی د سرپناه له پاره نورو ځایونو ته انتقال کړي.
دوی وايي، سره له دې چي قانوني اسناد لري، خو د اوسېدو د ځای نشتوالی ئې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دئ.