مودي: پوځ مي خپلواک دئ، چي د احتمالي خطرونو مقابل کي چه څه ډول غواړي هغسي دي اقدام وکړي

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په یوه تازه بیان کي د هندي پوځ ته اجازه ورکړې، چي د هر ډول احتمالي امنیتي خطرونو په وړاندي د جواب “طریقه، هدفونه او وخت” انتخاب ستاسو په لاس کي دئ.
مودي دا څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي د هند او پاکستان تر منځ د اړيکي خرابي او دواړه هيوادونه د جګړې له پاره چمتوالی نيسي. هغه ټینګار وکړ چي پوځ باید د خپلواکي پرېکړي حق ولري او د هیواد د امنیت د تضمین لپاره ګړندي او مؤثره اقدامات وکړي.