مولوي عبدالکبير: د سیمي د ثبات لپاره باید په ګډه سیمه ییزو پروژو ته پراختیا ورکول سي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره په کتنه کي ويلي، چي ا.ا غواړي د سیمي له هیوادونو سره په ګډه، سیمه ییز اقتصادي او سوداګریز فرصتونه رامنځته او ګټه ځني واخلي.
ارګ په یوه خپره سوې اعلامیه کي د مولوي عبدالکبير له خولې لیکلي چي د سیمي د ثبات لپاره اړتیا ده چي د سیمي هیوادونه په ګډه د ثبات لپاره په سیمه ییزو لویو پروژو کي ونډه واخلي.
هغه زیاته کړې چي د سیمي له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د اړیکو پراختیا او تعامل زیاتېدو ته لېواله دي.
د ارګ اعلامیه وایي، چي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د کابل او الماتا تر منځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه کړې او ویلي يې دي چي په فرهنګي برخه کي له ا.ا سره دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.