د ط…البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر مولو…ي عبدالکبیر د دوشنبې په ورځ د یوناما سره د افغان کډوالو اړوند جوړه سوې غونډه کښي د پاکستان پر دولت نیوکه وکړل، چي دغه دولت افغان کډوال په خورا بې رحمۍ سره په زور او جبر د دغه هيواد څخه باسي.
هغه وایي چي د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو روان چلند د زغم وړ نه دئ او په خبره ئې چي دا ډول چلن د دواړو هیوادونو ترمنځ دکرکي او نفرت سبب ګرځي.
هغه دغه راز د پاکستان دحکومت څخه په یاده برخه کي د نرمښت غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه راز په یاده لیدنه کی د یوناما د مسؤلینو څخه هم غوښتنه کړې، چي د افغان کډوالو سره د سرپنا په جوړولو او ورته نورو برخو کي مرسته وکړي.
د ط…البانو یاد چارواکی د پاکستان پر حکومت دا نیوکه پر داسی مهال کوي، چي درې ورځي وړاندي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته راغلی وو او ط…البانو ویلي وه، چي د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه والي او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل هوکړه سوې ده.