ميدان وردګ او فراه کي د ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه مړه سوي او ۹ ټپيان دي

په میدان وردګ او فراه ولایتونو کي په دوو ترافیکي پېښو کي لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپیان سوي دي.

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کي د سپرلیو له یوه موټر سره د باروړونکي لارۍ د ټکر په نتیجه کي د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۳ نور سخت ټپیان سوي دي.

له بلي خوا د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کي پرون د سپرلیو د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کي دوه تنه مړه او ۶ نور ټپیان سوي دي.

د تېري اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د ترافیکو عمومي ريیس وویل، په تېرو شپږ میاشتو کي په افغانستان کي ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کي مړه سوي دي.

د اکثرو پېښو علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د لارو خرابوالی او زیات سرعت بلل کیږي.