میرویس اشرف د یوې بلي درې کلني دورې لپاره هم پر خپله دنده پاته سو

د افغانستان کرکټ بورد اعلان کړی چي عمومي مشر یې میرویس اشرف د یوې بلي درې کلني دورې لپاره هم پر خپله دنده پاته سو.

میرویس اشرف د اوسني حکومت په لومړي کال کي د درېیو کلونو لپاره د کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه ټاکل سوی وو.

کرکټ بورډ لیکلي، د رییس الوزرا د یوه فرمان له مخي د میرویس اشرف کاري موده د یوې بلي کاري دورې لپاره هم وغځول سوه.

دغه راز په دې خبر کي ویل سوي چي د اجرایوي ریس نصیب خان کاري موده هم د درېیو نورو کلونو لپاره غځول سوې ده.

میرویس اشرف د کرکټ بورډ یوازېنی مشر دی چي خپله لومړۍ کاري دوره یې پوره کړه او بیا ځلي پر دې دنده وګومارل سو.