میوند لوبډلي بلخي ته ماته ورکړه

د کندهار انټرکلب ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په ۲۲مه لوبه کي میوند لوبډلي بلخي لوبډلي ته په دوو وکټو ماته ورکړه.

د دې لوبي پچه بلخي لوبډلي وګټل او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه، دې لوبډلي په ۴۲ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د خالد علي ۵۶ او نجیب الله ۳۸ منډو په جوړولو میوند لوبډلي ته ۱۸۵ منډي هدف ورکړ او د میوند لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي عصمت درې او نصیب الله دوه لوبغاړي وسوځول.

میوند لوبډلي یاد هدف په ۴۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو د عصمت ۷۳ او رحیم خان ۷۲ منډو په جوړولو پوره کړ او د بلخي لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي عصمت ایوبي څلور او سیداحمد دوه لوبغاړي وسوځول.