مېلر وایي، امریکا د داعش خراسان څانګي د فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښنه لري

په کندهار او مسکو کي د داعش ډلي تر بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د داعش خراسان ډلي د وړتیا په اړه اندېښنه ښوولې.
د دغه وزارت ویاند مېتیو مېلر ویلي، متحده‌ایالاتو روښانه کړې ده چي د داعش خراسان ډلي په اړه باید هوښیار واوسي او د دې موخي لپاره دوی له خپلو متحدانو سره په ګډه کار کوي.
هغه د افغانستان په اړه ویلي، چي دوی په افغانستان کي له ترهګرو سره د حساب کولو په برخه کي خپله ژمنتیا ښوولې ده، خو طالبانو ته یې هم روښانه کړې چي په افغانستان کي دننه له ترهګرو ډلو سره مبارزه د طالبانو په ګټه ده.
د یکشنبې په ورځ هم د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌ کال هم د داعش خراسان څانګي د عملیاتي توان لوړېدو ته اندېښنه ښوولې وه.
د امریکا د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور لیندسي ګراهم ویلي، مخکي تر دې چي ناوخته سي، باید په افغانستان کي داعش ته کلک ګوزار ورکړل سي.
اسلامي امارت د دغه امریکايي چارواکو د څرګندونو په اړه غبرګون نه ‌دی ښوولی، خو له دې وړاندي یې ویلي چي داعش د افغانستان لپاره لوی خطر نه ‌‌دی او دوی اجازه نه ورکوي چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول سي.