د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د ايران د صدا او سما رسنۍ سره د ځانګړي مرکې پرمهال ويلي، چي د امریکا بې پيلوټه الوتکي اوس هم د افغانستان پر فضا ګرځي او ګزمې کوي.
د م.جاهد په وينا چي د امریکا د دغو بې پيلوټه الوتکو د ګزمو له پاره هم په ګاونډ کي هيوادونو زمينه برابره کړې؛ خو په ښکاره ډول ئې د کوم هيواد نوم نه دئ اخيستی.
هغه ويلي چي دغو الوتکو ګرځېدل د افغانستان د هوايي حريم د نقض په مانا دئ او د دغه ګزمو د درېدو غوښتنه ئې کړې ده