م.جاهد‌: پاکستان دي د داع.ش ډلي مشر ط..البانو ته وسپاري

د ط..البانو ویاند، ذبیح‌الله م.جاهد، ویلي چي د داع.ش خراسان څانګي مشر شهاب المهاجر له خپلو نژدې کسانو سره دا مهال په پاکستان کي دئ.
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چي یاد کسان دي یا ط..البانو ته وسپاري او یا دې له خپلي خاوري وباسي.
م.جاهد همداراز ویلي چي داع.ش ډلي په بلوچستان کي پټ روزنیز مرکزونه لري، چي بهرني کسان په کښي د اروپایي هیوادونو پر ضد بریدونو ته روزل کېږي.
هغه ويلي چي پاکستان پوځ کي داسي کړۍ سته چي په افغانستان کي د نا امنۍ له پاره پلانونه طرحه کوي د هغه په خبره چي اسلام‌آباد باید له داع.ش سره جدي مبارزه وکړي.
دا څرګندوني وروسته له هغه سوي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ تازه نښتي او هوايي بریدونه سوي دي