م.جاهد: په سپين بولدک کي ۱۲ ملکي وګړي وژل سوي

د ط..البانو وياند ذبيح الله م.جاهد د‌چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د پاکستان پوځ له خوا په جګړه کي ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي.
د‌ هغه په خبره چي د‌‌ ط..البانو او پاکستاني ځواکونو په دغه جګړه کي شاوخوا سل تنه نور ولسي وګړي ټپيان سوي دي.
باید وويل سي، چي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د پاکستان او ط..البانو د جګړې له امله د ملکي خلګو د تلفاتو دا لومړني ارقام دي.