م.لا عبدالغني برادر: افغان سوداګر دي د پاکستان پر ځای بدیلي سوداګریزي لاري وټاکي

د ط..البانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال م.لا عبدالغني برادر، د هيواد له صنعت‌کارانو او سوداګرو سره د يوې غونډي پرمهال ويلي، چي افغان سوداګر باید ژر تر ژره د پاکستان پر ځای د نورو هيوادونو له لاري د صادراتو او وارداتو له پاره بدیلي لاري پيدا کړي.
هغه ويلي: “له نن وروسته، موږ له ټولو افغان سوداګرو غواړو چي د پاکستان پر ځای بدیلي تجارتي لاري وټاکي او خپل صادرات او واردات له نورو مسیرونو ترسره کړي.”
نوموړي زیاته کړه، که له دې وروسته کوم سوداګر د پاکستان له لاري سوداګري کوي او له ستونزو سره مخ کېږي ط..البان به هېڅ ډول همکاري ورسره ونه کړي.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دا هم وویل چي د پاکستان لخوا د سوداګریزو لارو پرله‌پسې بندېدل د افغانستان پر اقتصاد او تجارتي فعالیتونو ناوړه اغېز کړی، نو اړینه ده چي سوداګر نور د دغه هيواد پر لارو تکیه ونه کړي.
م.لا عبدالغني برادر همداراز څرګنده کړه چي که پاکستان غواړي دا ځل له افغانستان سره سوداګریزي لاري خلاصي کړي، باید قوي او عملي تضمینونه ورکړي، چي نور به دا لاري هېڅکله او د هېڅ شرایطو له مخې نه تړي