د ط..البانو د دفاع وزير م.لا محمد یعقوب د بي بي سي سره په خپل تازه مرکه کي ويلي دي، چي اوس مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکي خرابي او د ستونزو څخه ډکي دي او په خبره ئې چي د دغو اړيکو څخه خوشحاله نه دئ.
هغه په خپلو خبرو کي ويلي دي، چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو خرابوالی د دواړو هيوادونو په زيان دي او دواړه هيوادونه باید هڅه وکړي، چي خپل منځي اړيکي سمي کړي.
هغه ويلي، چي د خپلو ګانډيو هيوادونو په اړه بد نيت نه لري او د خپلو ګاونډيو هيوادونو ئې هم غوښتي چي د افغانستان په کورنيو چارو کي دي لاس وهنه نه کوي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د دفاع وزیر څو ورځي وړاندي هم د کابل او اسلام باد پر اړيکو نيوکه کړې وه او ټينګار ئې کړی و، چي دغه هيوادونه دي خپل منځي اړيکي سمي کړي.