م.لا هب.ت الله د ميرويس حوزوي روغتون څخه ليدنه کړې

د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله د دوشنبې په ورځ د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته تللی او د ياد روغتون د ډاکټرانو، کارکوونکو او ناروغانو سره ئې ليدلي دي.
د ط..البانو وياند ذبيح الله م.جاهد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي م.لا هب.ت الله د ياد روغتون د خدماتو د ليدو او ارزوني په موخه دغه روغتون ته ورغلی وو.
م.لا هب.ت الله په ياد روغتون کي د ناروغانو سره هم ليدلي او د هغوی ستونزي ئې د نژدې اورېدلي دي.
هغه دغه راز په میرويس حوزوي روغتون کي د ناروغانو سره نقدي مرسته هم کړې ده.
بايد وويل سي، چي د‌ نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د ميرويس حوزوي روغتون د خدماتو څخه خلګ ناخوښه سوي.