ناروې د افغانستان سره د ۴.۲۵ ميليونه ډالرو مرسته کړې

د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق د‌ جمعې په ورځ اعلان کړی، چي ناروې د افغانانو د لاسنيوي په موخه د دغه صندوق سره ۴.۲۵ ميليونه ډالره مرسته کړې.
دغه صندوق ټینګار کړی، چي دا ډول مرستي د اړینو او اوږد مهاله خدمتونو د پراخولو له پاره حیاتي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په ۲۰۲۵ کال کي د افغانستان د ۲۲ میلیونو څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
تر دې مخکي، د‌ملګرو ملتونو د اړمنو خلګو د ملاتړ له‌ پاره د مرستو غوښتنه کړې وه.
د اوچا په وینا، د متحده ایالاتو د مالي مرستو د بندېدو له امله په افغانستان کي ۴۰ سلنه بشري مرستي کمي‌‌ سوي دي.