نامعلومو وسلوالو تېره شپه د پاکستان د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکي سیمه کښي بلوڅ خبريال عبدالطيف په خپل کور کښي د کورنيو د غړو په مخ کښي ويشتلی او وژلی دئ.
د بلوڅو د يوالي کمېټې د عبدالطیف د وژل کېدو په اړه ويلي دي، چي د ياد خبريال وژنه د پاکستان د استخباراتي ادارو کار دئ او د هغه وژنه ئې د بيان د آزادۍ تر پښولاندي کولو په معنی بللې ده. د بلوڅو د يوالي کمېټه وايي، چي د پاکستان اداره د دغه ډول کړونو په ترسره کولو سره هڅه کوي، چي د بلوڅو مبارزه پيکه او خوله ئې وتړي او په وينا ئې چي د يادو کړونو په ترسره کولو سره به دپاکستان اداره په خپل هدف کي بريالۍ نه سي.
د بلوڅو د يوالي کمېټې په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويلي دی ((عبدالطیف یوازي یو خبریال نه وو، هغه د جګړه ځپلي بلوچستان یو پیاوړی اواز او ناشر و. هغه په داسي سیمه کښي د بلوڅ ولس درد، مقاومت او د زړورتا اسناد ثبتول چیري چي رښتیا ویل د مرګ سزا لري. عبدالطیف بلوڅ د حقیقت ویلو له امله د پاکستان د حکومت له خوا وژل سوی دئ.))
د يادوني وړ ده، چي عبدالطيف بلوڅ د ډیلي انتخاب ورځپاڼي او اجا نیوز خبریال وو، تر اوسه کومي وسلهوالي ډلې د بلوڅ د وژلو مسولیت په غاړه نه دئ اخیستی.