د دوشنبې په ورځ په مرکز کابل کښي د سپين غر پوهنتون د طب پوهنځي د اووم سمستر محصل په کارته نو سيمه کښي نامعلومو کسانو په چاقو وهلی او زخمي کړی دئ.
د سيمي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي بريدګر تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي ياد محصل اوس مهال په ابن سينا روغتون کښي تر درملني لاندي او روغتيايي حالت ئې د اندېښني وړ ښودل سوی.