نامعلومو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کي یوه ښځه او د هغې څلور اولادونه وژلي دي

د ځايي رسنیو د راپور له مخي، دا پېښه پرون شنبه د پېښور په شاپور سیمه کي سوې ده.
د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چي نامعلوم کسان د ښځي کور ته ننوتلي، د هغې ترڅنګ یې د هغې درې لوڼي او یو زوی وژلی دي.
تراوسه پوري د دې پيښي انګېزه نه ده څرګنده سوې.
په خیبر پښتونخوا کي خلک د ناامنۍ له زیاتېدو شکایت کوي.
د جمعې په ورځ ډیورند کرښي ته نژدې په خیبر سیمه کي وسله‌والو کسانو د پاکستان د پوځ پر دوو پوستو بریدونه وکړل چي په نتیجه کي یې لږترلږه ۵ امنیتي ځواکونه وژل سوي او ۱۲ نور ژوبل سوي دي.