نامعلومو وسله والو په خوست کي يو ط..الب وژلی

د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز کي نامعلومو وسله والو يو نظامي ط.الب ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه وژل سوی ط..الب اسلام نور نومېدی او د خوست ولايت د ط..البانو د شاهراه په کنډک کي ئې دنده درلودل.
هېره دي نه وي، چي ط..البانو د دغه وژل سوي نظامي ط..الب په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.