د کابل څخه محلي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ماښام نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په ده سبز ولسوالۍ کي د خښتو د بټۍ يو مسئول وژلی دئ او بريدګر د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه وژل سوی کس عبدالرشيد نومېږي، ۴۹ کلن و او اصلي د لوګر ولايت اوسېدونکی و.
د عبدالرشید د وژل کېدو علت تراوسه پوري معلوم نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم په افغانستان کي د مرموزي وژنو ګراف د پخوا په پرتله څو چنده لوړ سوی دئ.