د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سه شنبې په ماښام نامعلومو وسلوالو د دغه ولايت په کوتل بام دره کښي د ط..البانو د عمر ثالث نظامي فرقې د مخابرې مسؤل ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه وژل سوی کس احمد سعيد نوميږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي اردو د اکاډومۍ څخه فارغ سوی وو.
د دغې پېښي اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو هم په رسمي ډول تر اوسه پوري د يادي پېښي اړوند څه نه دي ويلي.