نامعلومو وسلوالو په دېره غازي خان کي ۱۲ پنجابيان وژلي

د پاکستان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسلوالو د دېره غازي خان او لورالای پر لويه لار باندي د پنجاب څخه بلوچستان ته تلوونکي مسافر د موټر څخه کښته کړي او وژلي دي.
سرچينه زياتوي چي دغه وژل سوي کسان د پنجاب اوسېدونکي وو.
د سرچينې په وينا چي نامعلومو وسلوالو په ياده سيمه کي سړک بند کړی وو او دغه ۱۲ تنه ئې د موټر څخه کښته کړي وو، چي د هویت تر معلومولو وروسته ئې وژلي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوليسو د دغي پېښي اړوند تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.