ناوړه دودونه: پکتيکا کښي مينه په پيسو خرڅه سول؛ د لوړې بيې له امله هلک او انجلۍ ځان وژنه وکړل

د‌پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې د یو ځوان هلک او نجلۍ د لوړ ولور له امله ځان وژنه کړې ده.
د پکتيکا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي چي هلک او نجلۍ ترمنځ واده کول خوښ وه خو د نجلۍ کورنۍ له هلک څخه ۱۵ لکه پاکستاني کلداري د ولور په نامه‌غوښتي وې. هلک چی په سمنګان کښي ئې مزدوري کول، د دې لوړ مقدار پوره کولو توان ئې نه درلود.
د سرچينې د‌معلوماتو له مخي نجلۍ له هلک سره د واده له پاره راضي وه، خو د هغې کورنۍ د واده مخالفت کوئ.
د دې جنجالونو او فشارونو له امله نجلۍ زهر خوړلي او کله چي هلک د نجلۍ د مړیني خبر ترلاسه کړ، هغه هم ځان وژلی دی.
د دوی جنازې د اختر په لومړۍ ورځ خاورو ته وسپارل سوه.
دا پېښه د “مهر” یا “ولور” په نوم د یوه ناوړه دود پایله ده، چي په ځینو سیمو کښي د واده پر مهال د نجلۍ کورنۍ له هلک څخه د پیسو یا نورو شتمنیو غوښتنه کوي.
دا دود ډېری وخت د غریبو کورنیو له پاره لوی اقتصادي بار جوړوي او کله ناکله داسي غمجنو پېښو لامل کېږي.
دغه پېښه په ټولنه کښي د لوړ ولور او دې ته ورته ناوړه دودونو د زیانونو یو روښانه مثال دئ، چي نه یوازي د ځوانانو ترمنځ د میني او واده مخه نیسي، بلکي د ژوند د ضایع کېدو لامل هم ګرځي.
بايد وويل سي، چي د ولور ناوړه فرهنګ په افغانستان کښي یو له هغو ټولنیزو ناوړه دودونو څخه دئ، چي د واده پر مهال د نجلۍ کورنۍ هلک یا د هلک له کورنۍ څخه د پیسو، مال، یا نورو شتمنیو غوښتنه کوي.
دا دود، چي په بېلابېلو سیمو کښي د مهر، شیربها یا تویانه په نومونو یادېږي.
په ځینو مواردو کښي د اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو لامل هم ګرځي.