ناټو تایید کړې ده چي د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې کورسک سیمي ته، چي له اوکراین سره ګډه پوله لري، انتقال سوي دي

د ناټو سرمنشي مارک روتي په بروکسل کي په خپلو څرګندونو کي دا اقدام د روسیې په پراخ یرغل کي “د پام وړ شدت” وباله او ویې ویل چي دا وروسته له هغه ده چي په جګړه کي تر ۶۰۰ زرو زیات روسي سرتېري وژل سوي یا ټپیان سوي دي.
د ناټو د سرمنشي تر څرګندونو وړاندي، په وروستیو اوونیو کي راپورونه ورکړل سوي وه چي شمالي کوریا له مسکو سره د نژدې اړیکو په نښه روسیې ته ځواکونه، تجهیزات او مهمات لېږي، څو د اوکراین پر ضد په جګړه کي وکارول سي.
د جنوبي کوریا استخباراتي راپورونه وايي چي د شمالي کوریا تر درې زرو زیات عسکر روسیې ته استول سوي، او تمه کېږي چي تر دسمبر میاشتې پوري به ۱۲زره نور سرتېري هم واستول سي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو معلومات ښيي چي د جنګي الوتکو پیلوټان هم روسیې ته استول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *