د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کي ځايي سرچینو ویلي، چي ناپیژاندو وسله والو په یو جومات کي ۱۱ کسان وژلي دي.
عیني شاهدان وايي چي پیښه د پنجشنبې د شپې ناوخته په زاړه نهرین کي د سید پاچا اغا په زیات کي دننه په یوه مسجد کي رامنځته سوې ده.
د دغه سیمي اوسېدونکي وایي، چي د پیښي پر مهال په دغه مسجد کي ۱۱ تنه د ذکر د حلقې لپاره راټول سوي وه، چي یو وسله وال مسجد ته ورننوتی او په راټولو سويو کسانو یې ټکان وکړل.
چارواکو په پیښه کي د وژل سویو د کورنیو غړو ته د مړو د ښخولو اجازه ورکړې او د یو شمیر وژل سویو کسانو د جنازې لمونځ د جمعې د ورځي د لمانځه وروسته ترسره سوی دی.
امنیتي مسوولینو ویلي، د دې پیښې په تړاو يې ځیني شکمن کسان نیولي دي.